ایکنانیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتوری ادارې دعمومي اړیکو د برخې له قوله راپور راکړی، د قرآن د تلاؤت لوي محفل د انډونیشیا په اسلامی زده کړې مرکز اوحوزه القرآنیه کې د ایرانیو او انډونیشیائي غوره قاریانو په شتون سره ترسره شو.
دغه پيښه چې په انډونیشیا کې دایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارۍ په ملګرتیا اود حوزه القرآنیه د مدیر حاج صبران زیّان په کوربتوب سره ترسره شوه ، له قرآن سره د لیوالو او او چارواو له پراخ هرکلي سره یو ځاي وه.
په دغو دستورو :ې د ایران د اسلامی جمهوریت ممتاز قاري احمد ابوالقاسمي او د ایران د اسلامی جمهوریت قرآنی سفیر حامد شاکر نژاد ،دقرآن د سیالیو د نړیوال قاضي حاجي محمد علی،په ۲۰۲۳ کال کې دایران دق رآن د نړیوالو سیالیو د دریم مقام ګټونکي عبدالله فکري ، ملي پيژندل شوي قاری احمد فوزي رضوان او په ۲۰۲۲ کال کې دایران په نړیوال سیالیو کې دانډونیشیا دنماینده الهام محمودین پشمول د انډونیشیا د ممتازو قاریانو سره یوځاي د قرآن کریم د آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
همداراز د جنوبی تانګرانګ ښاروال حاج بنیامین داوني ، د ښاروال مرستیال حاج پیلارساګا احسان او د ښاروالۍ د دفتر مسئول بامبانګ نورچهیو ددغه پروګرام ځانګړي میلمانه وو.
د ایران داسلامی جمهوریت قرآنی سفیر او نړیوال قاري حامد شاکر نژاد په یولړ څرګندونو کې دقرآني ډيپلوماسۍ اهمیّت ته په اشارې سره دا د نورو ډيپلوماسیو مخکه وبلله.
شاکر نژاد قرآن ته د ایران داسلامی جمهوریت د رهبرۍ او مسئولانو اهتمام ته په اشارې سره زیاته کړه ، مونږ په ایران او انډونیشیا کې ډير ممتاز قاریان او حافظان لرو او انډونیشیائي قاریانو په محفل پروګرام کې شتون پیدا کړی او ښه ځلیدلي دي.
حامد شاکر نژاد ووئيل؛ انډونیشیاوال د اسلامی نړۍ غوره حافظان دي او په نزدې راتلونکي به د قرآن په تلاؤت کې هم د ترټولو غوره کسان برخه شي.
ددغه محفل یوه جالبه پيښه ، له دوو هغو زلمیانو سره د حامد شاکر نژاد کتنه وه چې د هغو والدینو کلونو مخکې د هغو نامې ددغه ممتاز او غوره قاری حامد شاکر نژاد په ویاړ سره کیښودلې وې. ده کتنه د حاضرو کسانو ډیره د توجه وړ وګرځيده.
د دستورو په پآي کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی سفیر په وړاندیز،ایرانیو او انډونیشیائي قاریانو په شتون سره د بقرې سورې په ډله ایز دول قرائت وړاندې کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4272291